د افغانستان د ملي خپلواکۍ جبهې د تأسیس اعلامیه
د افغانستان د خپلواکۍ ملي جبهه
د هېواد د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سیستماتیکو او بوږنوونکو جنایتونو د غندلو او د سپینوونکو شبکو د افشا کولو په تړاو رسمي اعلامیه
«ازادي، عدالت او انساني کرامت»
د افغانستان شریف، سرفراز او کړېدلي ملت!
د افغانستان د خپلواکۍ د ملي جبهې رهبري شورا، د ملګرو ملتونو سازمان، د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي او د سیمه ییزو خپلواکو سرچینو وروستي ټکان ورکوونکي او مستند راپورونه، چې د طالبانو د ترهګرې ډلې د غاصبانه واکمنۍ لاندې د هېواد د بېوزلو ښځو او نجونو پر وړاندې د سازمان شویو تاوتریخوالو، جنسیتي اپارتایډ او هولناکو جنایتونو د زیاتوالي په اړه دي، په کلکو ټکو غندي او دا د ټولې ټولنې د ناموس، شرف او انساني کرامت پر وړاندې د جګړې ښکاره اعلان بولي.
وروستۍ شومې او مستندې شوې پېښې — لکه په توقیف ځایونو کې جنسي او ډله ییز تېري، شکنجې، په زور بربنډول، په هرات او کابل کې د حجاب په بهانه سیستماتیک تښتول، او د ملګرو ملتونو د کارکوونکې «فرشته احمدي» وحشیانه ترور — نور یوازې یو تبعیضي سیاست نه دی؛ بلکې د دې حقیقت ښکاره ثبوت دی چې دغه تکفیري او ترهګره ډله د ملت له ټولو اخلاقي، دیني او کلتوري سرو کرښو تېره شوې او خپله بقا یې د جنسیتي ترهګرۍ (ټرورېزم) او له ولسونو څخه په باج اخیستلو کې لټولې ده.
د افغانستان د خپلواکۍ ملي جبهه په ډاګه اعلانوي:
۱. د مشروعیت مطلق نشتوالی: طالب ډله زموږ او د افغانستان د ملت په وړاندې، یوه اشغالګره، ترهګره او له هر ډول سیاسي مشروعیت، حقوقي واک او اخلاقي وجاهت څخه خالي ډله ده. دغه ترهګره ډله د هېڅ وګړي، په ځانګړې توګه د دې خاورې د اتلو ښځو د سرنوشت ټاکلو صلاحیت او حق نه لري.
۲. پر ملي هویت برید او کلتوري نسلوژنه: هغه څه چې نن ورځ زموږ پر ښځو او نجونو تپل کېږي (له زدهکړې، کار، مدني ازادیو او ځاني امنیت څخه بشپړ بېبرخې کول)، د ټولنې د نیمایي وجود پر وړاندې یو سیستماتیک برید او د افغانستان د تاریخي او تمدني هویت د له منځه وړلو لپاره یوه ښکاره کلتوري نسلوژنه ده.
۳. نړیوالې ټولنې او اروپايي ټولنې ته خبرداری: له دغې ځپونکې ډلې سره هر ډول تعامل، مذاکره او د دوی د استازو بلنه — حتی د تخنیکي او کډوالۍ مسایلو په پلمه — د انساني ارزښتونو سره ښکاره خیانت او په تدریجي توګه د جنګي جنایتکارانو سپینول دي. اروپایي هېوادونه باید پوه شي چې طالبان پخپله د کډوالۍ د کړکېچ او ناامني اصلي لامل دي؛ له دغه عامل څخه د بحران د حل تمه لرل، یوه لویه ستراتیژیکه او تاریخي تېروتنه ده.
۴. د رسنیزو دلالانو او خاینانه څرګندونو سخت غندنه: د افغانستان د خپلواکۍ ملي جبهه، د ښځو د وضعیت په اړه د موبی ګروپ (چې طلوع، لمر تلویزیونونه او آرمان راډیو پکی شامل دي) د مشر او مالک «سعد محسني» درواغجنې، غیرمسؤلانه او ننګینې څرګندونې په کلکو ټکو غندي. په داسې حال کې چې د هېواد په لسګونو بافته او معصومې ښځې په هممهاله توګه د هرات او کابل له بازارونو څخه د طالب ترهګرو لخوا تښتول کېږي او په تورتمو زندانونو کې تر شکنجو او تاوتریخوالي لاندې دي، د هغه دا ذلیلانه ادعا چې ګواکې «په کابل او نورو ښارونو کې ښځې بشپړه ازادي او د موټر چلولو حق لري»، د سیاسي معاملې، په جنسیتي اپارتایډ کې د شریک جرم کېدو او د نړیوالې ټولنې په سترګو کې د خاورو شيندلو پرته بل هېڅ شی نه دی. موبی ګروپ او د هغه مالک په رسمي توګه د یوې ترهګرې ډلې د سپینولو او تبلیغاتو په تریبیون بدل شوي او باید د قربانیانو د وینو او د افغانستان د ښځو د رنځونو په وړاندې د دغه لوی خیانت ځواب ویونکي اوسي.
د هېواد کړېدلې ښځې او خویندې!
تاسو په دغه تورتم ډګر کې یوازې نه یاست. د افغانستان د خپلواکۍ ملي جبهې، د خپل مشرتابه د ملي رسالت او ستراتیژیک تفکر پر بنسټ، د دفاع او جهاد ټوپک په دقیق ډول ستاسو د حق حاکمیت د بېرته اخیستلو او ستاسو د انساني کرامت د ساتنې لپاره پر اوږه کړی دی. موږ د ځوان نسل پر ځواک، د قلم پر معجزې او مدني مبارزې باور لرو؛ مګر د هغه ډلې پر وړاندې چې د باروتو او دُرې پرته په بل هېڅ منطق نه پوهېږي، د ملي پاڅون په لومړۍ کرښه کې له وسلهوالې نظامي درېدنې څخه هېڅ وېره نه لرو.
موږ له ټولو نړیوالو سازمانونو، د نړۍ د جزا له محکمو او ډیموکراتیکو هېوادونو څخه غواړو چې د بېګټې اندېښنو له څرګندولو تېر شي او د دغو غمیزو د عاملینو او د دوی د رسنیزو شریکانو د جنګي جنایتونو دوسیې په سمدستي توګه محاکمې ته وړاندې کړي.
د افغانستان د خپلواکۍ ملي جبهه خپل ملت ته ژمنه ورکوي چې د حساب ورځ نږدې ده. د دغو جنایتونو عاملین، د میداني جنګیالیو څخه نیولې د دې ډلې تر تیاره فکره مشرانو او د دوی تر تبلیغاتي دلالانو پورې، ژر یا ناوخته به د ملت د عدالت او د تاریخ د محکمې په وړاندې ځواب ورکړي. موږ به د یو داسې ازاد، عادل، خپلواک او مقتدر افغانستان تر جوړېدو پورې، چې پکې د خپلواکۍ او عزت لمر د تل لپاره د پامیر او هندوکش پر هسکو څوکو وځلېږي، د خپلو سرسپارلو سرتېرو سره اوږه په اوږه د جهاد او روښانتیا په سنګر کې پاتې شو.
د افغانستان د خپلواکۍ د ملي جبهې رهبري شورا
۱۶ د غبرګولي ۱۴۰۵ لمریز هجري کال